د نظام ساتنه او پیاوړتیا د هر افغان ملي وجیبه ده!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۹:۵۳
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي په هېواد کې د تاتارانو قوم د انسجام شورا له مشرتابه او یو شمېر غړو سره په کتنه کې وکړې.

په دې کتنه کې د تاتارانو قوم په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې د پوهنې، روغتیا، پراختیایي پروژو د تطبیق او ورته نورو برخو کې وې د حل په موخه یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

دوی دغه راز د قومي جوړښتونو پر پیاوړتیا، ملي یووالي، د سولې ټینګښټ او د شته جمهوري نظام څخه د ولسي ملاتړ په برخو کې د وزارت د مشرتابه هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او د شته نظام، او تلپاتې اوربند ملاتړ یې او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ وکړ.

ورپسې ښاغلي محمد یعقوب احمدزي راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې د شته نظام د ملاتړ ترڅنګ یې د خپلو ولسونو یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه ورسره شریکې کړې، دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د ګران هېواد ولسونه باید په اوس وخت کې د نظام، تلپاتې اوربند غوښتلو، د هېواد له لوړو ملي ګټو بشپړ ملاتړ وکړي، ځکه د نظام ساتنه د هر افغان ملي وجیبه ده، تر څو نظام مو لا پیاوړی او هېواد مو له سیالانو سره سیال شي.

په پای کې ښاغلي احمدزي دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د تاتارانو قومي مشرانو ته به د هېواد په ملي او نړیوالو ورځو د لمانځلو په برخه کې ونډه ورکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هیواد په ګڼو ولسوالیو کې له کلیوالو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره ناستې

پنجشنبه/ ۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو له پلان سره سم، د هیواد د (۸) ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې له ځورېدلو قومونو،
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۸
Background image

اهدای تحایف برای شاگردان ممتاز  امتحان  سیرت النبی( صلی الله علیه وسلم)

 

دوشنبه ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

شاگردان لیسه رحمان بابا مربوط وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل که در امتحان سیرت نبی نمرات برتر کسب نموده بودندطی محفل با حضورمولوی عبدالرحمن رحمانی رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۶
Background image

بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

 

دوشنبه  ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷

د بلخ ولایت نهرشاه ولسوالي د شهرک افغانيه په کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سره را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو. . .

BACK TO NEWS

User account menu