د نیمروز نقشبندیه خانقاه له مشرانو سره لیدنه !

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۰:۲۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم نیمروز ته د خپل سفر په ترڅ کې نن ددغه ولایت نقشبندیه خانقاه ته د ورتګ په ترڅ کې د خانقا له مشر او د نیمروز د ساداتو د شورا له مشر حاجي مولوي سیدولي جان او نورو مشرانو سره وکتل.

نوموړو د سولې او پخلاینې په پروسه کې ددیني عالمانو د ونډې پر اهمیت خبرې وکړې. وې ویل: ديني عالمان کولې شي د ممبر له لارې د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې فعال رول ولوبوي او خلک د نظام ملاتړ ته راوبولي، چې موږ دې کار ته ژمن يو.

ښاغلي صمیم دغه راز د افراطیت په مقابل کې د دیني او مذهبي اعتدال په خپرولو کې د اهل تصوف نقش وستایه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu