د مسلکي ظرفیتونو د پراختیا روزنیز ۱۵ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معینیت پورې اړوند پوځي چارواکو ته په مسلکي برخه کې د ظرفیتونو د پراختیا ورکشاپ، چې څه موده وړاندې پیل شوی و، نن د مرغومې پر ۱۰ مه نېټه پای ته ورسېد.

په هغې غونډه کې چې نن په همدې اړوند جوړه شوې وه د وزارت معین صاحبانو او د سرحدي څېړنو معینیت پورې اړوند پوځي چارواکو برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې اړوندو معین صاحبانو خبرې وکړې دا او دې ته ورته نور ورکشاپونه یې د پوځي چارواکو لپاره مهم او اساسي وبلل، تر څو دوی په پوځي زده کړو سربېره له معلوماتي ټکنالوژۍ سره هم بلدتیا پیدا کړي او د ګران هېواد افغانستان لپاره غوره خدمات وړاندې کړي.

دغه راز د ورکشاپ هغو بریالیو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، چې له ځانه یې په دې ورکشاپ کې وړتیا ښودلې وه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu