د جوزجان ولایت له بېلابېلو قومي مشرانو او ځوانانو سره لیدنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د جوزجان ولایت له بېلابېلو قومي مشرانو او ځوانانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

د کتنې په ترڅ کې یادو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې د زمینې برابرولو، د قومي مشرانو سیمه ییزو ستونزو ته د حل لارو چارو پیدا کولو، د سولې او ملي یووالي د ټینګښت، د قومونو د بسیج کېدو او په نورو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې. دغه راز نوموړو له موجوده نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له یادو قومي مشرانو او مخورو څخه مننه وکړه، چې تل یې د نظام د پایښت، ملي ارزښتونو او د هېواد ملي ګټو څخه ملاتړ کړی او هم يې په دې برخو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي، ډاډه یم چې ستاسو مشرانو په همکارۍ او سلامشورو به د تلپاتې سولې څخه برخمن شو او یو ځای به د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو.

دغه راز ښاغلي صمیم ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به یې د وزارت د امکاناتو سره سم د حل لارې چارې پیدا کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

BACK TO NEWS

User account menu