د مخه ښې غونډه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۴:۱۸
mobta
 
د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې د دغه وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله خان د مخه ښې په مناسبت غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم، په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو استازي ښاغلي فریدون خان مومند، حاجي صاحب روح الله خان، د ولسي جرګي پخواني غړي انجینرسید اکرام آغا، د وزارت چارواکو او کارکوونکو ګډون کړی و.
ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې وویل: چې ښاغلی جلاله زموږ یو ډېر ښه دوست او ملګری دی، مخه ښه یې په دې معنا نه ده، چي له موږ سره به نه وي، ښاغلی جلاله خان به تل ددې خاوري خدمتګار وي، ولس ته به يې خیر او ښیګنه رسیږي، موږ به ورسره مشوره کوو او له لارښوونو څخه به يې ګټه پورته کوو او د پخوا په شان به یو ځای کار سره کوو.
ښاغلي صمیم د دندې په ترسره کولو کې د جلاله خان له سلوک، صداقت او رښتینولۍ څخه مننه او د ښه ‌ژوند او بریا هيله يې ورته وکړه ، دغه راز د ولسي جرګې غړي ښاغلي فریدون خان مومند، ښاغلی جلاله خان یو خدمتګار او مهربانه شخص یاد کړ د ده له غوره کړنو، همکارانو او دوستانو سره یې د ښو اړیکو ستاینه وکړه .
وروسته ښاغلي جلاله خان هم د وزارت له رهبرۍ او کارکوونکو څخه مننه و کړه، وې ویل: د خوښۍ ځای دی، چي د وزارت رهبري او کارکوونکي يې له کړنو څخه راضي دي، موخه مې همدا ده، چې خپل ولس ته صادقانه خدمت وکړم، په هر ځای کې چې اوسم هڅه به مې دا وي، چې له وزارت سره خپلو همکاریو دوام ورکړم.
د غونډې په پای کې د وزارت سلاکارې اغلې ماریا محب د کارکونکو په استازيتوب د ښاغلي جلاله خان هغه کړنې چې په تېرو څو کلونو کې په دې وزارت کې د معینیت په دروان کې ترسره کړي وستایلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu