د ټولګټو وزارت له سرپرست او نوماند وزیر سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۶ مه نېټه د ټولګتو وزارت له سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نجیب الله یمین سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ټولګټو او ملي پروژو په ساتنه کې د قومي مشرانو او ولس په ونډه خبرې وشوې او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د جرګو له لارې د ټولګټو پروژو ساتلو ته د خلکو هڅوول له ارزښته ډک وبلل شول. دواړو لورو د ملي پروژو په ساتلو او تطبیق کې د خلکو همکاري ګټوره وبلله او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.