LatestShow all
د چارو په سمون او چټکۍ ټينګار
د سرحدونو او قبايلو چاروسرپرست او نوماند وزير ښاغلي محب الله صمیم نن چهارشنبه د روان کال د لړم مېاشتې په ۲۸مه نېټه له ريسانو سره د اړندو ادارو ترمنځ د زیاتې همغږۍ او چارو د چټکۍ په موخه. . .
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رییس شمیم خان کټوازي سره لیدنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزېر ښاغلي محب الله صمیم د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له رییس شمیم خان کټوازي سره ولیدل.
د مخه ښې غونډه!
د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې د دغه وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله خان د مخه ښې په مناسبت غونډه جوړه شوه.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي ښاغلي فریدون خان مومند او له یو شمېر قومي مشرانو سره. . .
په قراردادونو او د نورو چارو په ترسره کولو کې په شفافیت او قانوني کړنو ټینګار!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اداري مجلس د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د معین صاحبانو، سلاکارانو او رییسانو په ګدون جوړ شو.
د قومونو د انسجام او ملي یووالي په ټینګښت کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم هڅې وستایل شوې!
د بلخ ولایت پخواني مرستیال شجاع الدین شجاع او ورسره ملګرو یې نن له غرمې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم سره وکتل.
په ولسي جرګه کې د خلکو له استازې سره ناسته!
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د بدخشان ولایت د خلکو له استازې اغلې نیلوفر ابراهیمي سره وکتل.
په دې کتنه کې د. . .
د ملکي کارکوونکو د قانون په اړه د ښوونیز ورکشاپ جوړېدل!
تر یاد سرلیک لاندې ورکشاپ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم میاشتې پر۱۸ مه نېټه د بشري زېرمو ریاست په نوښت جوړ شوی و.
د وزارت اړوند بایزید روښان انسټیټوټ څخه له سلو زیات محصلان له کمپیوټر ساینس، انجینري، اقتصاد او کرنې څانګو څخه فارغ شول.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او له ملي سرود وروسته د بایزید روښان انیسټیټوټ استاد ښاغلي الهام کټوازي پرانیستونکی وینا وکړه، نوموړي فارغ شویو محصلانو. . .