د شیخ محمد روحاني قوم له یو شمېر قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۰:۲۴
m

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ربيع الثاني په ۱۹مه په نېټه د شیخ محمد روحاني قوم له یو شمېرمشرانو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د نورو په استازېتوب ښاغلي رحمت ګل رسولي په خپلو خبرو کې یو لړ ستونزې د حل په موخه شریکې کړې له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ څرګند او د هر ډول همکاريو داډ يې ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې افغانستان د ټولو درنو قومونو ګډ کور وباله، وی ویل: چې  همدغو درنو قومونو د تاریخ په اوږدو کې له خپلو حکومتونو سره څنګ په څنګ د پردیو یرغلګرو په وړاندې دفاع کړې ده او د دې هېواد برم او هویت یې ساتلی دی. نوموړي زیاته کړه: اوس مهال هم ټول درانه قومونه د افغانستان د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي موږ او تاسو به په ګډه  د ستونزو د حل لپاره کار کوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۳۵
Background image

فارياب کې د ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې شخړه هواره شوه

يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ په دغه ولايت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۶
Background image

فاریاب کې د ۲۰ کلنې بدي حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي نیک‌محمد حنفي په مشرۍ د ديني عالمانو او قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د ياد ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

په بلخ او ارزګان کې د جلاجلا شخړو حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu