((که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي))

taqi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۲
((که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي))

 چهار شنبه/۲۸/ شوال/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت مخورو مشرانو ته د وینا پرمهال وویل، چې دا ولسونه له اسلامي امارت سره په زور نه دي یو ځای شوي، بلکې دوی ټولو د خپلې راسخې عقیدې او ارزښتونو د ساتنې په خاطر د اسلامي امارت لمن نیولې.
 نوموړي زیاته کړه: د افغانستان ملتونه او ولسونه تر هر وخت اوس متحد شوي دي، نور دلته پردي او پردی فکر ځای نه لري، دا موږ ته ډاډ راکوي او د خدمت هوډ مو نور هم پیاوړی کوي.
دا ناسته د فکري تبادلې او ملي یووالي په اړه د نظرونو د شریکولو لپاره جوړه شوې وه
 
قومي مشرانو د اسلامي امارت په مسؤلینو د پوره باور اطمینان ورکړ، ویې ویل، چې دوی د خپلې خاورې د دفاع تاریخ لري او هیچا ته به پر هیواد د تېري کولو اجازه ور نه کړي. یادو مشرانو بیا ځلي اطمینان وړاندې کړ، چې که د مسؤلینو له خوا اجازه ورکړل شي هر ډول مبارزې او سرښندنې ته تیار دي. 

ناستې ته د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال نورمحمد حقاني وینا وکړه، ویې ویل، افغانانو له لویو امپراطوریو سره د مبارزې پرمهال ډېرې قربانۍ ورکړې، دردونه او کړاوونه یې وګالل خو، د وطن له دفاع هیڅکله تېر نه شول، هغه خبرداری ورکړ، که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي. 

یاده دي وي، چې په دغه غونډه کې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستيال مولوي محمد علي جان احمد، د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي، د فارياب والي مولوي عبدالاحد فضلي، د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالجلیل شهید خېل، د ولسواليو استازو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادان او عامو خلکو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu