کنړ کې ۱۲ کلنې او سمنګان ولایت کې ۱۱ کلنې شخړې پای وموند

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۰:۳۱
کنړ کې ۱۲ کلنې او سمنګان ولایت کې ۱۱ کلنې شخړې پای وموند

 

یکشنبه، ۷ ربیع‌الأول ۱۴۴۷

د کنړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو په هڅو او د سیمه‌ ییزو مشرانو، علماوو او متنفذینو په همکارۍ د یاد ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې شاوخوا دوولس کلنې اوږدمهالې شخړې ته د پای ټکی کېښود او دواړو لوریو د خوښۍ غاړې ورکړې.

په دغه رامنځته شوې خونړۍ شخړه کې شپږ تنه وژل شوي وو، څو تنه ټپیان شوي وو، او کلونه کلونه کینې، بې‌ باورۍ او خفګانونه یې تر منځ موجود وو، چې مسؤلینو د خیر په فیصله کولو سره د ورورولۍ فضا رامنځته کړه.

همدارنګه د سمنګان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبیلو چارو آمرېت لخوا هم په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا یوولس کلنه دوامداره شخړه پای ته ورسېده. د یادې شخړې له کبله دواړو خواوو ته ژورې اندېښنې موجودې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu