کنړ کې د پنځه کلنې دښمني پای

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۸:۵۴
کنړ کې د پنځه کلنې دښمني پای

 

یک شنبه ۲۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د رئيس په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او مخورو په هڅو د دغه ولايت په منورې ولسوالي کې د تېرو پنځو کلونو دوامداره دښمني په سوله ييز ډول حل او دواړو خواوو د ورورولي لاسونه سره ورکړل.

ياده شخړه، چې د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې وه او کلونه کلونه یې دوام کړی وو، د ژورو اختلافاتو له کبله څو څو ځله د دواړو لوريو ترمنځ پکې فزیکي اخ ډب هم راپورته شوی و، چې په پايله کې يې دوه تنه ټپيا شوي وو.

د يادې دښمني د حل پرمهال د ښکېلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت د مسؤلينو هڅې وستايلې، په ترسره شوې روغه يې خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې به يو بل ته هېڅ ډول ستونزې نه ايجادوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu