څو کورنۍ له ۱۶ کلنې دوښمنۍ وروسته د سولې په ټغر کښېناستې!

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۲:۲۶
شخړه

 

پنجشنبه ۱۴۴۶/۸/۲۱

په بامیانو ولایت کې د څو کورنیو ترمنځ د کرنیزې ځمکې پر سر رامنځته شوې ۱۶ کلنه دښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمر حافظ محب الله سجاد، سیمه ییزو مسؤلینو او ځایي خلکو په هڅو او منځګریتوب حل شوه او په شخړه کې ښکېل لوري یې د سولې ژوند ته را وګرځېدل. 

دغه شخړه چې د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ د بالای غنډک په سیمه کې د یوې ټوټې ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، د دواړو خواوو د اختلافاتو په نتېجه کې، پکې یو تن وژل شوی و او د طرفینو ترمنځ یې ډېر خنډونه رامنځته کړي وو. دغه دوښمني د بامیانو د والي مولوي عبدالله سرحدي، محلي مسؤلینو او سیمه ییزو قومي مشرانو د ستړیاوو په برکت د یوې مرکې په ترڅ کې حل شوه. 

د دوښمنۍ د حل په مراسمو کې مسؤلینو او قومي مشرانو د سولې په فضیلت خبرې وکړې، ښکېلې خواوې یې عفوې او ګذشت ته راوبللې او د مقتول وارثانو ته د دیت او عذر وړاندې کولو په خاطر یوه اندازه نغدي پیسې ورکړل شوې او ترمنځ یې د خیر فیصله وشوه. یاده پرېکړه د دواړو لوریو د قناعت وړ وګرځېده او یو بل ته یې د ورورۍ غېږې ورکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu