پکتيکا کې د یوې شخړې په ترڅ کې شپږو نفرو ته مرګ ژوبله اوښتې

haqani_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۱۸
پکتيکا کې د یوې شخړې په ترڅ کې شپږو نفرو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

دوشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۸

د پکتيکا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ديني علماوو، قومي مشرانو، متنفذينو او مصلحينو په دوامدارو هڅو د دغه ولايت په خيرکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو څلورو کلونو په دوام مرګونې دښمني په دوستي بدله کړه.

د دغې څلور کلنې دښمني په پايله کې له دواړو لوريو څخه شپږ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي وو، چې د دواړو خواوو ترمنځ يې د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ لويې ستونزې، تربګنۍ او انديښنې راولاړې کړې وې.

مسؤلينو د يادې دښمني د پای ته رسولو په موخه د موضوع له هر اړخېزې څېړنې وروسته ښکېل لوري بښنې کولو ته وهڅول او ترمنځ يې د يوې منصفانه فيصلې په کولو سره هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده مرګونې دښمني په دوستي بدله او نوی د ورورولي ژوند 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu