په کنړ ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۳ کلنه دښمني پای ته ورسېده
پنجشنبه، ۲۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
د کونړ ولایت د غازياباد ولسوالۍ د ګونوکوي په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ۶۳ کلنه دښمني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو د هڅو په پایله کې پای ته ورسېده.
لومړی مسؤلینو او قومي مشرانو د منځګړیتوب له لارې دواړه کورنۍ د جوړجاړي لپاره سره راټولې کړې او له هغوی سره یې د شریعت په رڼا کې د اتفاق، خپلمنځي ورورولۍ پر اهمیت خبرې وکړې او همداراز یې له ښکېلو لورو وغوښتل چې خپله دښمني د خبرو او جوړجاړي له لارې پای ته ورسوي.
په پای کې دواړه کورنۍ له پخلا کېدو وروسته، یو بل ته د سولې او دوستۍ لاس ورکړ او د اوږدې مودې دښمني یې پای ته ورسوله
