په کنړ ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۳ کلنه دښمني پای ته ورسېده

haqani_admin
Sat, Aug 22 2026 12:42 PM
په کنړ ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۶۳ کلنه دښمني پای ته ورسېده

پنجشنبه، ۲۹ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش

د کونړ ولایت د غازي‌اباد ولسوالۍ د ګونوکوي په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ۶۳ کلنه دښمني د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسؤلینو، قومي مخورو او دیني عالمانو د هڅو په پایله کې پای ته ورسېده.

لومړی مسؤلینو او قومي مشرانو د منځګړیتوب له لارې دواړه کورنۍ د جوړجاړي لپاره سره راټولې کړې او له هغوی سره یې د شریعت په رڼا کې د اتفاق، خپلمنځي ورورولۍ  پر اهمیت خبرې وکړې او همداراز یې له ښکېلو لورو وغوښتل چې خپله دښمني د خبرو او جوړجاړي له لارې پای ته ورسوي.

په پای کې دواړه کورنۍ له  پخلا کېدو وروسته، یو بل ته د سولې او دوستۍ لاس ورکړ او د اوږدې مودې دښمني یې پای ته ورسوله

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu