په کندهار کې د سرحدونو او قبايلو چارو د محترم وزير د مور بي بي فاتحه واخېستل شوه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۱۶ - ۱۰:۴۵
mobta

د فاتحې په دغو مراسمو کې، چې نن دوشنبې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي د مور بي بي پاک روح ته د دعا په خاطر د کندهار دويمې ناحيې اړوند د حاجي عبدالله اکا په جامع جومات کې پرځاى شوي و، د کندهار والي حیات‌الله حیات، د ملي شورا د دواړو مجلسونو محترمو غړو، د ولایتي شورا غړو ، لوړ پوړو دولتي چارواکو، ملکي او پوځي منسوبينو، د جنوب لوېدېځې حوزې ولسواليو ولسوالانو، قومي مشرانو، مخورو، ټولنيزو فعالانو، ځوانانو او په سلګونو تنو هېوادوالو برخه واخيسته.

په دغو مراسمو کې ټولو ګډونوالو د سرحدونو او قبايلو چارو محترم وزير، درنې کورنۍ غړو، خپلوانو او دوستانو ته د خپل ژور خپګان او ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې کړل.

د فاتحې ګډونوالو همداراز د لوې خداى ج له سپېڅلي دربار څخه مرحومې ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر او عظيم اجر هيله وکړه.

په مقابل کې د سرحدونو او قبايلو چارو محترم وزير او د کورنۍ غړو يې د دغو خلکو له راتګ، غمشريکۍ او ډاډګېرنې څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۸:۳۴
Background image

د خواشينى او ډاډګېرنې پيغام!

په ژورې خواشينى سره خبر شوم، چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت پخوانى معين او د ننګرهار ولايت پخوانى والي ښاغلى الحاج سليم خان کندوزي نن په کابل کې د هغې ناروغۍ له امله، چې ورپېښه شوې وه،. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۸:۳۱
Background image

د وزارت اړوند پيرمحمد کاکړ عالي لېسې د ډاکټر صاحب د مړینې په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشينى او ډاډ ګېرنې پيغام!

په ډیرې خواښينۍ سره خبر شوم، چې د وزارت اړوند پيرمحمد کاکړ د عالي لیسې ډاکټر ښاغلى محمد همایون صافی د هغې ناروغى له امله، چې ورپېښه شوې وه په حق رسیدلی دى!

انا لله وانا الیه راجعون !

. . .
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۵۹
Background image

د هېواد روان وضعيت او سولې په اړه خبرې وشوې!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن په خپل استوګنځي کې د بهرنيو چارو وزارت له پخواني سياسي معين ښاغلي حکمت خليل کرزي او د اسلامي جمعيت ګوند له مرستيال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS