په پلازمېنه کابل کې له ولسونو سره د ټاپي او څو نورو مهمو پروژو د پرانستې په خوښي یوه لویه غونډه جوړه شوه!

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۹:۴۹
ټاپي غونډه

چهارشنبه ۸/۳/۱۴۴۶

د کابل انټرکانټيننټل هوټل د غونډو په تالار کې د ټاپي او ګڼو نورو انکشافي پروژو د پرانیستې په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري جوړه شوې غونډه چې پرمهال یې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤلينو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او ځوانانو حضور درلود په ترڅ کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایل شوې او د خلکو له لوري د دغسې چارو تود هرکلی وشو.

د دغې ناستې د پیل وینا د یاد وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد وکړه، هغه وويل : په موږ او تاسې د الله ﷻ لوی احسان دی چې د جنازو او تکليفونو وخت تېر شو، زرګونه ميندې کونډې شوې، يتيمان راپاتې شول، شهيدان مو ورکړل، په وطن مو نړيوال ازميښتونه وشول، خو نن لله الحمد د اسلامي نظام د حاکميت په برکت د افغان ولس د سوکالۍ او خوشحالۍ وخت رارسيدلی دی. د ولسونو د مبارزې، سپيڅلي جهاد او افغانانو د قربانيو له وجې کفري لښکرې وتښتيدې، فساد ختم شو، په اقتصادي برخه کې له نړيوالو سره سيال شوو او دغه دی ۳۰ کاله ورسته د الله ﷻ په فضل او کرم د ټاپي د سترې حياتېګي پروژې پرانيسته وشوه چې په دې سره به د افغانانو ۴۰ کلن ارمانونه پوره شي. ښاغلي احمد په ولسونو غږ وکړ چې په هر حالت کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او له ا.ا.ا سره په شريکه د هيواد په پرمختګ او رغونه کې ونډه واخلي.

ورپسې د کابل ښار د وکيلانو مشر حاجي احمد شاه خبرې وکړې هغه د ا.ا.ا له مشرانو او مسؤلينو مننه وکړه او ويې ويل، چې مونږ په هر حالت کې د خپل حکومت ملاتړ کوو او هيڅ ډول همکاري به ترې ونه سپموو. هغه زیاته کړه: په پراختيايي او اقتصادي چارو کې د اسلامي امارت کړي خدمتونه د ستایلو وړ دي چې ښه بيلګه يې د قوشتيپې او ټاپي اغيزمنې پروژې دي. په غونډه کې د کابل د اهل تشیع علماوو استازي، د کابل د تجارانو د اتحادیې رئيس، د کرنې او مالدارۍ د اتاق معاون او ځينو قومي سپين ږيرو خبرې وکړې هر يو په خپل نوبت د ټاپې پروژې په پرانيسته خوښي وښوده او دا يې د افغانانو لپاره د اقتصادي ستونزو حل لاره وبلله. دوی د ا.ا.ا له مسؤلينو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په تېرو درې کلونو کې د حکومت کړي خدمتونه او لاسته راوړنې بې ساري دي، امنيت تأمين دی، چور چپاول نشته، زورواکي ختمه شوې ده او په ټوله معنا يو سوچه اسلامي نظام قائم دی.

په وروستیو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته د ټاپي پروژې په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د افغانستان او ترکمنستان هيوادونو ترمنځ دا ګډ مزل او اقتصادي پرمختګ يې نه يواځې د افغانانو لپاره بلکې د سيمې څو نورو هيوادونو لپاره هم ګټور وباله هغه وويل: نننۍ راټوليدنه مو يوازې له افغان مشرانو او ولس سره د ټاپي پروژې د پرانيستې د خوښۍ لمانځلو په موخه جوړه کړې ده، دا خوښي د هر افغان خوښي او د دې ولس حق دی.

ښاغلي نوري زياته کړه: لسيزې وړاندې د سردار محمد داود خان له واکمنۍ وروسته بيا دې ولس خوشحالي نه ده ليدلې، دلته مو نننۍ ناسته يواځې د دې لپاره ده چې تاسو ته د داسې مهمو پراختيايي پروژو زيری درکړو او داسې خوښۍ په ګډه سره ولمانځو. نوموړي د خپلو څرګندونو په ورستيو کې ولس ته ډاډ ورکړ، چې ا.ا.ا مسؤلين به له ټولې نړۍ سره د اسلام په چوکاټ کې داسې بې بېلګې اړیکې ولري.

په وروستیو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير له ولسونو او رسنیو وغوښتل چې د پرديو په تبليغاتو او پروپاګند پسې ولاړ نه شي، ولسونه دې قضاوت وکړي چې موږ څه لاسته راوړي او کوم شیان مو له لاسه ورکړي او رسنۍ دي هغه څه خپاره کړي چې واقعیت وي، دا وطن د ټولو ګډ کور دی او په شريکه به يې د آبادۍ هڅې کوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu