په پروان ولایت کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه تر سره شوه

mobta_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۷:۱۰
Mobta

۹/۲/۱۴۴۵

د سرحدونوو قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه لوړ رتبه پلاوي د پروان ولایت له قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د ولسوالیو له استازو سره د ملت او نظام تر منځ د خواله کولو او د ستونزو اورېدلو په موخه ناسته تر سره کړه. په دغه ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو او قبایلي چارو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د ولایت مرستیال والي مفتي محمد ادریس انوري، د دولتي ادارو مسؤلینو، سلګونه قومي مخورو ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې د ولسونو په استازیتوب څو تنو قومي مشرانو د هیواد د امنیت او یووالي ستاینه وکړه، د پاشل شویو قومونو تر منځ اتفاق یې د اوسني نظام لاسته راوړنه یاده کړه او د اسلامي امارت هر اړخیز ملاتړ یې خپله وجیبه وبلله. دوی له حکومت څخه د اوبو د مهارولو، د سرکونو د رغولو، د برق او نورو انکشافي کارونو ته د پاملرني هیله وکړه. همداراز د یاد ولایت مرستیال والي ښاغلي انوري غونډې ته په خبرو کې وویل: په اسلام کې تعصب، سمت پرستي او ژب پرستي ته ځای نشته او ټول انسانان د یوه بدن په څېر دي. په وروستیو کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستیال الحاج ملا عبدالخالق عابد او ښاغلي حقاني غونډې ته ویناوې وکړې، د اشغال پر وړاندې یې د ولسونو د قربانیو ستاینه وکړه، راغلي قومونه یې د اسلامي نظام دفاع، ساتنې او ملاتړ ته راوبلل. ښاغلي عابد همدا راز زیاته کړه: افغانانو خپلواکي د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه کړې ده، اسلامي امارت پلان لري چې د خلکو د هوساینې په برخه کې ډېر کار وکړي خو دا چې دلته کلونه کلونه جکړه شوې ده نو د دې هیواد آبادول وخت غواړي. هغه خلکو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو اداراتو رسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu