په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۳:۱۰
mobta
 
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي ښاغلي فریدون خان مومند او له یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي مومند د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د ملي یووالي، سولې د ټینګښت او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې ښاغلی محب الله صمیم وړ شخص یاد کړ او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د راغلو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: د سولې او امن د راوستو په برخه کې موږ هریو تر خپلې وسې پورې مسؤلیت لرو، چې په رښتیني توګه یې ترسره کړو د خلکو استازي او قومي مشران سره په متحدانه توګه هلې ځلې وکړو، ترڅو شته ستونزې له منځه ولاړې شي او په هېواد کې مو د امن او ورورولۍ فضا رامنځته شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu