په ولسي جرګه کې د خوست ولايت د خلکو له استازي سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټرفریدون بارکزي نن چار شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې په 2مه نېټه په ولسي جرګه کې د خوست ولايت د خلکو له استازي ښاغلي کمال ناصر اصولي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په یاده کتنه کې، ښاغلي اصولي د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ له وزارت سره د سولې د ټینګښت په برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزات مسلکي مرستیال پخپلو خبروکي د خوست د شريفو خلکو ستونزې پرځای وبللې وې ويل: وزارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ ستونزو ته رسيده ګې وکړي.