په ولسي جرګه کې د خلکو له استازي او د احمدزیو قوم د سرتاسري شورا له رئيس سره ناسته!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو له استازي ښاغلي محمد علي اخلاقي، د احمدزیو قوم د سرتاسري شورا له مشر ښاغلي ډاکټر نقیب الله احمدزي او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې قومي مشرانو او مخورو له موجوده نظام څخه بشپړ ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل: موږ ته له هرڅه نه مخکې سوله او د هېواد آبادي او سوکالي لومړیتوب لري په اوس وخت کې، چې هېواد په حساس پړاو کې دی باید د خپل موجوده نظام ترڅنګ اوسو او د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار وکړو.

دغه راز نوموړو ډاډ ورکړ، چې له وزارت سره به خپلې تجربې د سولې او تلپاتې اوربند د ټینګښت په برخه کې په کار واچوي او نه ستړې کیدونکې هلې ځلې به ترسره کړي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: د خلکو استازو او قومي مشرانو سره په مهمو پرېکړو کې د دوی سلامشورې واورو او له تجربو څخه به یې ګټه پورته کړو، ځکه چې تاسو درانه مشران کولای شئ، چې سولې او ثبات ته ولسونه وهڅوئ او هم په دې برخه کې له وزارت سره همکاري وکړئ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

بلخ کې د ۱۸ کالو دامدارو جنجالونو وروسته د دوو کورنيو پخلاينه

 

سه شنبه ۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د ځايي دوو کورنيو ترمنځ د تېرو اتلسو کلونو په دوام روان جنجالونه او دښمني، چې دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې اواندېښنې را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

BACK TO NEWS

User account menu