په هېواد حاکم اسلامي نظام د ولسونو پیاوړي ملاتړ ته جدي اړتیا لري 

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۴:۴۹
په هېواد حاکم اسلامي نظام د ولسونو پیاوړي ملاتړ ته جدي اړتیا لري 

 

شنبه ۶ / رجب المرجب / ۱۴۴۷ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږې معین الحاج مولوي محمدعلي جان احمد او مل پلاوي د ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو هوساينې  تر عنوان لاندې  نن له غرمې مخکې په نیمروز ولایت کې د ځایی قومي مشرانو، دیني عالمانو، عامو خلکو او ولایتي مسؤلینو په ګډون یوه ستره ولسي غونډه ترسره کړه ، چې پر مهال یې د ځایې خلکو لخوا  د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ولسي یووالي د ټینګښت او د دوامدار ثبات پر اړتیا ټینګار وشو.

جوړې شوې غونډې ته قومي مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل، چې اوسنی اسلامي نظام د ولسونو پیاوړي ملاتړ ته جدي اړتیا لري، تر څو هغه کسان چې د ملت خیر غوښتونکي نه دي، بیا هېڅکله واک ته و نه رسېږي  .نوموړو زیاته کړه چې حقیقي سکون، د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د ولسونو یووالي، ثبات او اطمینان یوازې د شریعت په چوکاټ کې تضمینېدای شي  چې دا فرصت اوس د حاکم اسلامي نظام له خوا په افغانستان کې رامنځته شوی او ټولې چارې په پوره اطمینان ترسره کیږې او ولسونه باید  په سمه توګه ګټه ترې واخلي تر څو په خپله ټولنه کې  ثبات او پرمختګ ته لاره  پې پرانیزې.

بلخوا  د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد وویل، افغانانو د اسلام د ساتنې او دفاع په لار کې سخت تکالیف زغملي، بې‌ ساري قربانۍ یې ورکړې او خپل ایمان یې تل له هر څه لوړ ګڼلی دی. د همدې قربانیو او ثابت قدمۍ په نتیجه کې اوسنی نظام رامنځته شوی، نو لازمه ده چې هر وګړی په خپلو مسؤلیتونو پوه شي او د خپلې ټولنې د سوکالۍ لپاره عملي ګامونه پورته کړي، ځکه یوازې په ګډو هڅو او د شریعت په رڼا کې کولای شي افغانان سوکاله او باعزته راتلونکی ولري.

نظام اسلامی حاکم در کشور به حمایت کامل مردم نیاز جدی دارد

شنبه ۶ / رجب المرجب / ۱۴۴۷ هـ ق

الحاج مولوی محمد علی جان احمد، معین جرگه ها و هماهنگی  امور قبایل وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل  و هیئت همراه شان امروز نشست بزرگ مردمی  را تحت عنوان وحدت ملی، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم، با اشتراک بزرگان قومی، علمای دینی، مردم عام  و مسئولین محلی در ولایت نیمروز،  برگزار نمودند، که در آن  بر ضرورت حفاظت از ارزش‌های اسلامی، تقویت وحدت ملی و دستیابی به ثبات دوامدار تأکید گردید.

بزرگان قومی  در صحبت های خود در این نشست گفتند، که نظام اسلامی فعلی به حمایت کامل  مردم نیاز جدی دارد، تا کسانی که خیر ملت را نمی‌ خواهند، دیگر هرگز به قدرت نرسند. آنها افزودند که سکون حقیقی، حفظ ارزش‌های اسلامی، وحدت مردم، ثبات و اطمینان تنها در چوکات  شریعت تضمین شده می تواند، که اکنون این فرصت توسط نظام اسلامی حاکم در افغانستان به وجود آمده  و همه امور با اطمینان  کامل انجام می شود  و مردم باید از فرصت به صورت درست استفاده نمایند تا راه  ثبات و توسعه را در جامعه خود باز کنند.

از سوی دیگر،محترم  مولوی محمدعلی جان احمد معین جرگه ها و هماهنگی امور قبایل، گفت که افغان‌ها در راه حفاظت و دفاع از اسلام سختی‌های و زنج  های زیادی را متحمل شده‌اند، در این راستا قربانی های بی مثال داده اند  و همیشه ایمان خود را بالاتر از هر چیز دیگری دانسته‌اند. نظام فعلی در نتیجه این قربانی  و ثابت قدمی ها به وجود  آمده . پس لازم است، که هر فرد  مسئولیت‌های خود را در قبال کشور درک کند  و برای رفاه جامعه خود گام‌های عملی بردارد، زیرا تنها افغان ها می توانند از طریق تلاش‌های مشترک  در روشنی  شریعت، آینده روشن و باعزت داشته باشند.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu