په هرات کې یوه ۵۰ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۵۸
خبر

۱۵/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طاهري، اڅکزیو او ملکي قومونو تر منځ د څړځایونو پر سر ۵۰ کلنه روانه شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جمال الدین عمر او د ولایت له لوري د ټاکل شوي پلاوي له لوري د یوې ناستې په ترڅ کې حل شوه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي عمر، د نورو اداراتو مسؤلینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او د شخړې ښکېلو لورو یې پر مهال حضور درلود. 

په پیل کې ښاغلي عمر او د ولایت امنیه قومندان مولوي غلام محمد مزمل د سولې او ورورولۍ د ښېګڼو په اړه خبرې وکړې، ښکيل لورې یې کذشت او یوبل منلو ته راوبلل او وروسته یې زیاته کړه چې څړځایونه د دې سیمې عام المنفعه ځایونه دي ټول قومونه دي په مساوي توګه ورڅخه ګټه واخلي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

چهار شنبه/٣١/ ۴/۱۴۰۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۴۵
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې سربېره باميان کې هم شخړه حل شوه

 

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او مصلحينو په ملتيا د دغه ولايت د مرکز اړوند باغ ميرزا سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو دوو کلونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

 

سه شنبه ۶ صفر المظفر۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو شمير رياستونو له رئيسانو سره د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه نن ترغرمې مخکې د ياد وزارت د مسلکې معين. . .

BACK TO NEWS

User account menu