په هرات ولايت کې د اړيکو دفتر مؤسسي د پروژې څارنه تر سره او په ولايتي کچه همغږي رامنځته شوه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۲۰:۲۹
mobta

چهارشنبه١٧ذوالحجه الحرام ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان اوپالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني او د داخلي پلټنې رئیس مولوي نیازمحمد تقي د وزارت د محترم مقام له حکم سره سم هرات ولایت کې د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت او اړیکو دفتر تر منځ د عادلانه راتلونکې تر نامه لاندې د همکارۍ پروژه، چې دواړو لورو یې په اړه هوکړه کړې وه وارزوله اوهلته یې د غونډو جوړولو له لارې ،د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو ریاست ، ځایي چارواکو، خلکو او اړیکو دفتر ترمنځ د همغږۍ چارې سمبال کړې .چې په ترڅ کې د پروژې غړي تائید ، کاري کړنلاره شریکه او دغه راز د پروژې پر دوامدارې څارنې ټینګار وشو. ځایي چارواکو په دې اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ. محترم مولوي نیک محمد افغاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پروژې هرکلی وکړ، ولس او قومونو ته یې د هر ډول خدمت په موخه د وزارت له لوري د هر راز مرستو ژمنه ورکړه او د افغانستان د اسلامي امارت او د وزارت پالیسي یې په څو عمده ټکو کې د برنامې مطابق هغوی سره شریکه کړه. محترم مولوي افغاني د شخړو او ستونزو په حل کې د وزارت او قومي ناستو رول له ارزښت ډک وباله وې ویل : چې زموږ اصلي هدف باید د الله پاک رضایت او خلکو ته خدمت وي نوموړي د ټولو قومونو تر منځ پر یووالي ټینګار وکړ او شبکې ته یې سپارښتنه وکړه چې د خلکو تر منځ شته اختلافات دي د قومي جرګو مرکو په مټ هوار او په دې برخه کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي. وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوي نیاز محمد تقی وویل چې د شبکې د غړو د تائید شوي لیست مانا داده چې امارت پر یادو غړو باور کړی اميد دی دوی یې پر ياد اعتماد پوره وخيژي. په وينا يې : چې د امارت مشران او د وزارت رهبري د خبرو څخه زیات پر عملي کار خوشحالیږي او باید عملي کارونه تر سره شي. د یادولو وړ ده چې یاد دفتر به د مخکیني هوکړه لیک پراساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ګډه همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ، قومي سترو جرګو په جوړولو د شخړو اوستونزو حل مولو په برخه کې کار کوي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu