په نیمروز ولایت کې د همغږۍ غونډه تر سره شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۳۷
خبر

١٤/٨/١٤٤٥ ھ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یوه لوړ رتبه پلاوي په نیمروز ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ لویه غونډه جوړه کړه چې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد، قومي مشرانو، ځایي مسؤلینو او ولسي خلکو پکې ګډون کړی وو.

قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت هڅې وستایلې او حاکم نظام یې د افغانانو لپاره ستر نعمت یاد کړ. 
دوی له اسلامي امارت څخه د څښاک او کرنې د اوبو چمتو کولو، د ښوونې او روزنې زمینې برابرولو او د ځینو نورو ستونزو د حل غوښتنه وکړه. 

د نیمروز والي ښاغلي خالد وویل: افغانستان له بېلابیلو قومونو او قبایلو څخه جوړ دی چې دا په حقیقت کې یو ملت دی او د یوه بدن حیثیت لري. نوموړي له ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د پردیو تر اغېز لاندې دي نه راځي او له مسؤلینو سره دي په ټولو چارو کې همکاري وکړي.

د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي حقاني غونډې ته وویل: پر هر چا د خپل مسؤلیت تر حده لازمه ده چې د نظام د پایښت په موخه د قومونو د یووالي لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړه: د قومونو د یووالي له برکته نظام بقا مومي او ویاړ یې راتلونکيو نسلونو ته پاته کېږي.

په پای کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد وویل: دلته دا څلوېښت کاله د افغانانو تر منځ د اختلاف را منځته کولو لپاره پردیو استخباراتو په بېلابیلو نومونو کار وکړ او نفاق یې خپور کړ. 
هغه زیاته کړه: دا د څلویښتو کلونو ړنګ شوی کور په یوه ورځ، میاشت او کال نه رغیږي خو که موږ او تاسې متحد شو او همت وکړو دا هیواد به له سیالانو سره سیال کړو. 
حاجي عابد اخند قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې موږ ستاسې د ستونزو اورېدلو لپاره راغلي یو او د مشکلاتو د حل لپاره به مو تر خپله وسه کوښښ کوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu