په نورستان کې د قومونو ترمنځ د همغږۍ غونډه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۱:۱۷
خبر

سه شنبه ۹ ربیع الثاني ۱۴۴۵

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ د معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، ملګري پلاوي، د یاد ولایت د والي شیخ شیر احمد حقاني، له مرکز او ولسوالیو څخه د سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په سر کې د نورستان ولايت ديني عالمانو او قومي مشرانو غونډې ته د وينا پر مهال د قومونو ترمنځ له کلونو څخه د ناحل شویو اوږدو شخړو او ستونز په حل کې د ا.ا.ا د با تدبېره کړنو او هڅو مننه وکړه او هغه یې وستايلې، دوی زیاته کړه د نورستان ولایت قومونه له ا.ا.ا سره اوږه په اوږه ولاړ دي، لکه څرنګه چې یې ددې نظام د اقامې لپاره قربانۍ ورکولې همداسې به یې په ساتنه کې هم پوره برخه اخلي.

ورپسې د جرګو رئيس شیخ حضرت ولي حقاني وويل: اوسنی نظام چې په افغانستان کې حاکم دی هیڅ وخت په افغانستان کې دا ډول  یو شرعي نظام چې هغه د خلکو له منځ څخه راپورته شوی وي او خپلواک وي نه دی حاکم شوی، افغانانو ته دا یوه موقع مساعده شوې ده چې باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او په هره برخه کې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

په اخر کې د جرګو معین الحاج الحاج ملا عبدالخالق عابد د نړۍ د لسګونه هېوادونو او زرګونه فوځونو سره د افغانانو د مبارزې یادونه وکړه ویې ويل ا.ا.ا ته یو وران شوی او کنډواله هېواد پاتې دی، جوړېدل او رغول یې وخت غواړي، ان شاء الله په خپلو امکاناتو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړونه او بیا رغونه روانه ده له دې سره به زموږ اقتصاد وغوړیږي، افغان ولس ته پکار ده چې له دا ډول ملي پروژو څخه ملاتړ وکړي او د ا.ا.ا تر څنګ ودریږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu