په ننګرهار ولایت کې د یوې پېړۍ څخه پېښه شوې شخړه هواره شوه

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۴۳
په ننګرهار ولایت کې د یوې پېړۍ څخه پېښه شوې شخړه هواره شوه

 

شنبه ۳ ذوالحجه ۱۴۴۶
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني او مل پلاوي تېره ورځ ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ سل کلنه پخوانۍ بدي په دوستي بدله کړه.

 د يادې سل کلنې بدي پرمهال درې تنه وژل شوي شپږ تنه ټپيان شوي او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلافات موجود وو، چې د ښاغلي افغاني په حضور کې د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس، قومي مخورو او علماوو په هڅو دواړې جلا شوې کورنۍ بېرته سره يوځای شوې.

د روغې جوړې د غونډې پر مهال د وزارت د جرګو او او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس ښاغلي افغاني په خپلو خبرو کې سوله او عفوه د ولسونو ترمنځ د اتفاق او يووالي لپاره خورا مهمه وبلله او په دغه برخه کې يې قومونو ته درناوی د اسلامي امارت دنده ياده کړه. نوموړي همدا راز خلکو ته په ډاکه کړه، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلين ستاسو خادمان دي او د هرې ستونزې پرمهال به مو تر څنګ ولاړ وي.

د ښکېلو لوريو مشرانو په شوې پرېکړه خوښي وښوده او يو بل ته يې د ورورۍ غاړې ورکړې. دوی له مسؤلینو په مننې سره زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشران واقعي د ولسونو خادمان دي ځکه د خلکو ترمنځ هره لويه او وړه ستونزه تل د همدوی لخوا په سوله ییزه توګه حل او فصل شوې ده. ياده شخړه د سون توکو او لرګيو پر سر راپورته شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu