په ننګرهار، کنړ، بلخ او سمنګان ولايتونو کې څلور بيلابيلي شخړې هوارې شوي!

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۱:۴۰
شخړې

۱۴۴۶/۲/۱۲

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ په شيمول کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ درې کلنه شخړه هواره شوه او خلک يې په يوه تغر سره راټول شول. په ياد ولايت کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس الحاج حافظ رحمت الله غازي عمر په مشرۍ او د ځايي خلکو او قومي مشرانو په منځګړيتوب دغه اوږده شخړه چې یو کس هم پکې وژل شوی و حل شوه او دواړه کورنۍ د خوښۍ په ټغر سره راټولې شوې. 

ورته مهال د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم د اوبو د وېش پر سر رامنځته شوی جنجال پای ته ورسيد. دغه منازعه د هغې غونډې پرمهال حل شوه چې، د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله او ګڼو ځايې اوسيدونکو، مشرانو، قومي سپين ږيرو او د اسلامي امارت مسؤلينو پکې برخه لرله. دوﺉ د دغو کورنيو ترمنځ د اوبو پر سره راپورته شوې شخړه حل کړه او دواړه کورنۍ يې دوستي ته راوبللې. 

د دې ترڅنګ د بلخ ولايت په کلداره ولسوالۍ کې هم د یاد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست لوري دوه مرورې کورنۍ پخلا شوې چې له مودو راهیسې یې یو له بل سره اختلافات لرل. 
 
همدارنګه د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د ځمکې پر ملکيت راپورته شوي دښمني د یاد ولایت د شخړو د حل کميسون، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر سيد محمد (سعيد) د ولسوالۍ ولسوال او مصلحينو په ګډو هلو ځلو د یوې مرکې په ترڅ کې حل شوې. د دغې جرګې پرمهال د مشرانو لخوا د عادلانه وېش له امله دواړه کورنۍ راضي او خپل عادي ژوند يې پيل کړی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu