په میدان وردګو ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام ستره ولسي غونډه جوړه شوه

khoram2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۶:۳۶
میدان وردګ

یکشنبه ـ ۷/۱/۱۴۴۶

ولسي وګړو په میدان وردګو ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډې پر مهال د ا.ا.ا د مقتدر سیاست ستاینه وکړه، د نظام پایښت، یو موټی والی او ملي استحکام یې د پام وړ وباله. دوی د رسنیو پوچ تبلیغات د دې نظام د دُښمنانو وروستۍ حربه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی د هیواد روڼ انځور ښه ویني. په غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد یاد وزارت د ولسي ستونزو د اورېدلو ادرس یاد کړ ویې ویل: د هر مشر پلان همدا وي چې څنګه د خپل ولس ستونزې حل کړي، څنګه خپل ولس خودکفاء کړي، لکه څنګه مو چې مخکې د اسلامي نظام قیام او د اشغال خاتمه هدف و، نن مو د دې نظام ساتل او د هېوادوالو ستونزې اورېدل هدف دی. ښاغلي احمد د افغانانو اسلامي عقیده او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه: دې ولس موږ ته شل کاله ډوډۍ راکړې، اکمال کړي یې یو او په سر او مال راسره درېدلي دي، موږ د دوی د مرستې په برکت غربیان مات کړل او خپلواکي مو ترلاسه کړه. د جلسې په اوږدو کې د قومونو په استازیتوب څو تنو د سرتاسري امن، اتحاد او همغږۍ په برخه کې د نظام هلې ځلې د پام وړ وبللې ویې ویل: په کوم نظام کې چې ولسونه متحد او یو موټی وي هغه نظام بقاء مومي، تېر پنځه څلوېښت کاله موږ همداسي اسلامي نظام غوښت چې یو مقتدر سیاست ولري او د ولس غږ واوري. دوی د قومونو ترمنځ انفصال او واټن له منځه تللی یاد کړ، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د اسلامي نظام د پایښت او اهمیت په اړه خبرو کې وویل: د دې نظام په قیام کې د هیواد هر بچي، هر سپین ږیري، هر کلي او هرې سیمې برخه اخیستې، دلته ککرۍ وشیندل شوې، وینې تویې شوې او دا نظام قائم شو. دا نظام چې په څومره لوی قیمت راغلی پایښت یې هم همدومره خواري او ستړیا غواړي چې زموږ او ستاسې ټولو دنده ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu