په ميدان وردګ ولایت کې ولسي غونډه جوړه شوه

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۳۵
په ميدان وردګ ولایت کې ولسي غونډه جوړه شوه

 

پنجشنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ميدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ  کې د ولسي يووالي او اسلامي اخوت په موخه له خلکو سره د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو په مشرۍ یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه، چې پکې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي خلکو ګډون درلود.

د يادې غونډې پرمهال مسؤلينو وویل: موږ ټول باید له اسلامي نظام سره هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړو او هغه کړنې چې ټولنه زیانمنوي له منځه یوسو. نوموړي همدا راز د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی هغه فرمان یاد کړ چې په ښادیو، د مړو او د حج په مراسمو کې د اضافي لګښتونو د مخنيوي سپارښتنې پکې شوې دي.

په پای کې راغلیو قومي مشرانو په خبرو کې وویل: چې له حاکم اسلامي نظام سره به اوږه په اوږه درېږي، دوی همداراز د برښنا، سړکونو، پاکو اوبو او کلینیکونو د جوړېدو په برخه کې خپلې اړتیاوې شریکې کړې.

نشست مردمی در ولایت میدان وردک تدویر گردید

پنجشنبه 18 ربيع الأول 1447

نشست بزرگ مردمی در ولسوالی جغتوی ولایت میدان وردک به منظور تقویت وحدت ملی  و اخوت اسلامی، تحت رهبری آمریت امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت نامبرده و با حضور بزرگان قومی، علمای دینی و مردم محلی برگزار شد.

در این نشست، مسئولین گفتند: همه ما باید به همکاری همه جانبه با نظام اسلامی ادامه دهیم و کارهای را که به جامعه آسیب می‌ رساند، از بین ببریم. آنان همچنین فرمان امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی را که در آن در مورد جلوگیری از مصارف گزاف در مراسم خویشی، مرده داری و حج توصیه های شده است به خوانش گرفتند.

بزرگان قومی در صحبت های خود در این نشست گفتند ، که شانه به شانه در کنار نظام اسلامی خواهند ایستاد. آنها همچنین مشکلات  خود  در زمینه برق، آب آشامیدنی صحی ، ساخت سرک ها و کلینیک ها را با مسؤلین  در میان گذاشتند.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

له آقینې بندر او اړوندو سرحدي نقطو څخه لیدنه

 

سه شنبه ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي عنایت الله شجاع د یوه هیئت په مشري فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتیا کې د ۱۳ کلونو په دوام رامنځته شوې بدي حل شوه

 

سه شنبه ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت مرکز ګرديز اړوند اهنګرانو سيمي اوسيدونکو ترمنځ د ځينو حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې شاوخوا ديارلس کلنه بدي، چې له اوږدې مودې راهيسې يې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۰:۷
Background image

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په موخه له خلکو سره د همغږۍ غونډه

 

سه شنبه ۱۹ ربیع الاول ۱۴۴۸

د باميان ولايت په پنجاب ولسوالي کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په مشري د ولايتي ادارې دمشرانو، ولسوالي د استازو، ديني. . .

BACK TO NEWS

User account menu