په فاریاب کې دوه کلنه بدي په سوله بدله شوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۵
شخړه

۱۴۴۵/۱۰/۲۴

د فاریاب ولایت د محمدزیو قوم د دوو خېلونو ترمنځ له دوو کلونو راهیسې رامنځته شوې بدي چې دوه تنه پکې وژل شوي او یو تن پکې ټپي شوی هم و، تېره ورځ د یاد ولایت مقام، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، مسؤلینو او سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب حل او په دوستي بدله شوه. 

د یادې شخړې د حل په غونډه کې د  یاد ولایت والي مولوي حمیدالله ارشاد او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد میر صارم جنګ د نسلونو تباهي وبلله او د شخړې طرفین یې د سولې او ښېګڼې لوري ته را وبلل. 

د ناستې په وروستیو کې د بدي ښکېلو لوریو ته د مرکې له لوري نیول شوې پرېکړه واورېدل شوه، چې دواړو خواوو پرې قناعت وکړ او یوبل ته سره غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu