په غور ولایت کې د دوو لویو قومونو ترمنځ سل کلنه دوښمني چې سلګونه کسان پکې وژل شوي وو په دوستي بدله شوه!

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۷:۳۹
شخړه

شنبه ۲۵/۲/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب او مل پلاوي غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوو لویو قومونو تر منځ شاوخوا سل کلنې سترې دوښمني ته د پای ټکی کېښود.

دغه دوښمني چې په غور ولایت کې د سردارخېلو او تایمني په نامه د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له کبله یې د څه باندې یوې پېړۍ په اوږدو کې سلګونه مړي، زخمیان او بې شمېره مالي زیانونه تر شا پرې ایښي وو، د تېرې جمعې په ورځ د ښاغلي نوري په مشرۍ د یاد ولایت د والي مولوي احمد شاه دین دوست، د علماوو شورا د رئیس مولوي ګل احمد متوکل، د علماوو شورا د غړو او نورو محلي مسؤلینو په همکاري په سوله بدله شوه.

دا شخړه چې د دوی په وینا د زرهاوو جریبه ځمکې پر سر له یوې پېړۍ راهیسې روانه وه، د تېرو حکومتونو په دوران کې هم د دوی ترمنځ ډېر ځله د سولې پرېکړې شوې وې، چې د ښکېلو لوریو د نارضایتي له وجې نا حل پاتې وه او د دوی ترمنځ اوس هم ژور اختلافات موجود وو، خو لله الحمد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري په رهبري، د غور د والي، د علماوو شورا رئیس او نورو محلي د مسؤلینو په هلوځلو او منځګړیتوب یې پای وموند.

ښاغلي نوري او مل هیئت د هغو ځمکو د څېړنې او کتنې په موخه دولت یار ولسوالي ته سفر وکړ د کومو پر سر چې دواړو قومونو لانجه درلوده، د سیمې ترکتنې وروسته یې د دواړو لوریو اسناد بررسي کړل، له دوی څخه یې اختیار لیکونه واخیستل او د دواړو خواوو په اړه یې د خیر فیصله وکړه چې وروسته یې د یوې ناستې په ترڅ کې د طرفینو په شتون کې ابلاغ کړه.

د ناستې پر مهال دواړو خواوو په دغه پرېکړه رضایت وښود او ډاډ یې وړاندې کړ چې دوی په دغه فیصله رضایت لري او دا له تېرو لسګونو کلونو را وروسته د غور پر ولس ځانګړی رحم دی، دوی ژمنه وکړه چې نور به له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي، یو بل ته به هيڅ کوم خنډ نه جوړوي او له ځایي مسؤلینو یې د فیصلې د تطبیق په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه، دغه خوښي د ګډونوالو له لوري په تودو احساساتو او د تکبیر په نارو بدرګه شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu