په غزني ولايت کې يوه لويه ولسي غونډه وشوه

khoram2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۵:۶
غونډه

چهارشنبه ۱۳/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلوچارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد او مل پلاوي نن په غزني ولايت کې د اسلامي نظام ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام غونډې ته په وينا کې وويل: لسيزې مو د هيواد د ازادۍ لپاره شهيدان ورکړي او اوس هم وعده کوو، چې د اسلام د پلي کولو لپاره هر راز قربانۍ ته تيار يو ښاغلي احمد زياته کړه: تېر حکومت کې هيچا د شريعت غږ نه شو پورته کولى، ډيموکراسي وه، د خلکوعزت خوندي نه و ناپوهي اخري حد ته رسيدلې وه خو لله الحمد د دې نظام په راتګ سره ټول غير اسلامي کارونه له منځه ولاړل او د جهل دروازې وتړل شوې. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د نظام د لا تقويې لپاره هلې ځلې وکړې ترڅو ولسونه د هميش لپاره د خپلواکۍ او عزت ژوند وکړي.

غونډه کې قومي مشرانو د خپلو ويناوو په ترڅ کې د ا.ا دري کلنې لاسته راوړنې وستايلې ويې ويل: د تېر حکومت چارې د نورو خلکو په اشارو چليدې، ولس ته يې پام نه وو خو اوس لله الحمد په کامله معنا يو خپلواک اسلامي نظام راغلى. د دې ستر نعمت څخه برخمن هيواد وال دې يې قدردانى وکړي او ځانونه دې د خدمت په موخه ورته وقف کړي. همدا راز د اهل تشيع قومي مشر د نظام څخه د خپل ملاتړ ترڅنک وويل: هيڅ حکومت په يواځي ځان پرمختګ نشي کولاي هغه همدارنګه وويل: موږ ټول قومونه ژمن يو، چې په شريکه او اتفاق سره به دا هيواد آبادوو.

دغه رازد جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد افغاني ولسونو ته د ډاډ په څرګندولو سره وويل: د اميرالمؤمنين په مشرۍ په تېرو دري کلنو کې د حکومت ښه رهبري په پوره صداقت او امانتدارۍ سره تر سره شوې. کومو خلکو ته يې چې مسؤليتونه ورسپارلي په کراتو کراتو يې پوښتنې ترې کړي. نوموړي ولسونوته وويل، چې اسلامي امارت د يو فرد نه دی، بلکې د ټولو هيوادوالو مشترک نظام دی او په شريکه به د دې نظام د ساتلو او جوړولو هڅې کوو. د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني غزني ولايت ته د دغه سفراوغونډې په تړاو وويل:غواړي له ملت سره د حکومت همغږي لا پياوړې کړي، د ولسونو ستونزې او غوښتنې واوري او لوړ رتبه مسؤلينو ته يې د حل په موخه ورسوي ترڅو شته ستونزې راکمې کړي. غوندې ته د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر وويل: دغزني په شمول په ټولو ولايتونو کې د داسي غونډو په جوړولو غواړو د هيوادوالو ترمنځ يووالی او وحدت لا پياوړی کړو او ستونزو ته يې د حل لارې ولټوو..

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu