په غزني ولايت کې د شمله راډيو له خبريال سره ځانګړې مرکه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۵۹
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محب الله صميم ياد ولايت ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ ددغه ولايت د شمله راډيو له خبريال سره ځانکړې مرکه وکړه.

په دې مرکه کې د يادې رسنۍخبريال ښاغلي سيف الله مفتون د سرحدونو او قبايلو چارو له وزير څخه غزني ولايت ته د نوموړي د سفر د موخو، د ياد ولايت د امنيتي وضعيت په ښه والي کې د قومي مشرانو او ولسونو د رول، د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د وزارت د کړنو، د قومي شخړو د حل، د جرګو او ولسي غونډو له لارې د نظام ملاتړ ته د ولسونو د هڅولو او د وزارت د راتلونکو پروګرامونو او نورو موضوعاتو په اړه پوښتنې وکړې، چې د ښاغلي محب الله صميم له خوا ورته اړين او کره ځوابونه ورکړل شول.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير په دې مرکه کې وویل: په وزارت کې مو له رسمي دندې له پېلېدو سره سم د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته رسمي او کاري سفرونه پيل کړي، د ولسونو منځ ته ورغلې يم ، د دوې ستونزې مې اورېدلي او د حل په موخه مو تر اړوندو مقاماتو پورې رسولي تر څو د دولت او ولس ترمنځ واټن لاپسی لنډ شي.

ښاغلي صميم د بلې پوښتنې په ځواب کې وويل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت يو سياسي، ولسي او ټولنيز وزارت دی، چې له ولسونو او قومونو سره نيغ په نيغه له نږدې کار کوي تر څو قومي جوړښتونه پياوړي او د نظام او ملي امنيتي ځواکونو بشپړ ملاتړ وکړي. هڅه مو داده چې په هر ولايت کي د ټولنې بېلابېل قشرونه سره منسجم او د سولې په ټينګښت کې د دوی له ظرفيتونو څخه اغېزمنه استفاده وکړو.

ښاغلي صميم زياته کړه : رسنې، چې د ملت رسا غږ دی، بايد ملي ارزښتونو او ملي ګټو ته زياته پاملرنه وکړي، د خلکو په نږدې والي کې مهم رول ولوبوي او د خپلو خپرونو له لارې د مغرضو کړيو او افرادو ناوړه او درواغجنو تبليغاتو مخه ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم هر ولايت ته دخپل رسمي سفر په ترڅ کې له رسنيو سره د ځانګړو مرکو له لارې له ملت سره اړين معلومات او اطلاعات شريک کړي دي، چې دا خپله اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي قانون د تطبيق په برخه کې دده پوره ژمنتيا ښيي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu