په غزني ولايت کې د دوو قومونو تر منځ ۸ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۲۰
شخړه

 

چهارشنبه ١٤٤٦/٤/٢٧

د دغه ولايت په ناهور ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د څارویو پر سر هغه ۸ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې د دواړو قومونو تر منځ يې لوی جنجالونه ایجاد کړي وو.

د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشرۍ د ځايي قومي سپين ږيرو، علماوو او متنفذینو لخوا لومړی پېښه تعقيب شوه او بيا د دواړو قومونو له استازو سره له جلاجلا ناستو وروسته مصلحينو عادلانه فيصله وکړه، چې په همدې توګه ياده ۸ کلنه شخړه هواره شوه او ښکېلو لوریو يو بل ته بښنه وکړه.

دوی د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له استازو او د اسلامي امارت له مسؤلينو مننه وکړه، چې د دغې شخړې په هوارولو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu