په زابل ولایت کې د نقشبندیه سیف الاسلام مدرسې د حافظانو د فراغت مراسم ترسره شول

mobta-af
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۹:۴۷
mobta

۲۹/شوال المکرم/ ۱۴۴۴

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کې د چینو د سیمې په نقشبندیه سیف الاسلام مدرسه کې د (۲۹) تنو قاریانو د فراغت مراسم ترسره شول، د یادو قاریانو له جملې څخه (۴) تنه نجونې او (۲۵) تنه یې هلکان وو. په دغو مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د زابل ولایت د مرافعې رئیس شیخ نقیب الله اخندزاده، د شاجوی ولسوالي د مرکزي فقهی مجلس رئیس شیخ رحمت الله اخندزاده د نورو دولتي ادارو مسؤلینو، علماء کرامو او د سیمې سلګونه خلکو ګډون کړی وو. په پیل کې څو تنو دیني عالمانو د تېر اشغال، خپلواکۍ او علم پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې. دوی عالمان د نبي علیه السلام وارثان یاد کړل او په اخیر کې یې فارغ شویو حافظانو ته د حاصل کړي فضیلت مبارکي وویله. ور پسې د یاد شوي وزارت سرپرست ښاغلي نوري یادې ناستې ته په خپله وینا کې وویل: دلته شل کلنې قربانۍ د دې لپاره وې چې خپلواکي، اسلامي نظام، د افغانانو د عزت او نوامسو د ساتنې او د اعلاء د کلمة الله لپاره وې، هغه زیاته کړه: دا د شکر ځای دی چې د امنیت او اسلامي نظام تر سیوري لاندې په یوه ډاډمنه فضاء کې د فراغت مراسم لمانځو، مخکې مو داسې مراسم بمبار کېدل او په ارامه مو نه شوای لمانځلی. نوموړي همدا راز وویل: د ا.ا.ا د هیواد له قومونو او ولس څخه را پورته شوی نظام دی شکر یې پر موږ او تاسې ټولو لازم دی، دا چې اوس امنیت تأمین دی د هیواد سیاحتي سیمو ته په زرګونو سیلانیان راځي. هغه له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د ولس حقونو ته دي پاملرنه وکړي او له خلکو سره دي نېک چلند کوي. په اخیر کې د یادې مدرسې سرپرست عتیق الرحمن شهاب له راغلیو ملیمنو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې ګډون کړی و او فارغ شویو حافظانو ته یې د مبارکي تر څنګ د عمل توفیق وغوښت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu