په زابل ولایت کې د مېشتو کوچیانو ستونزو ته رسېدنه کېږي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۶:۴
خبر

۱۴۴۵/۴/۱۱

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس الحاج مولوی ګل زرین کوچي او ورسره مل پلاوي زابل ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې یوه لویه ولسي غونډه جوړه کړه چې د کوچي قشر ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یو شمېر ادارو مسؤلینو پکې ګډون کړی وو.

په غونډه کې د کوچیانو قومي مخورو، سرخيلو او علماوو خپلې غوښتنې او ستونزې شریکې کړې او د وچکاليو له امله د څړځايونو د وچېدو، د ديني مدرسو، ښوونځيو او کلينکونو د نشتون په برخه کې د شته ستونزو د حل او اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه. 

غونډې ته د خبرو پر مهال ښاغلي کوچي وویل: اسلامي امارت د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو د ستونزو حل ته ژمن دی او ستاسې ستونزو ته رسېدنه زموږ مسؤلیت دی. 
نوموړي د کوچیانو ونډه د هیواد په اقتصاد کې مهمه یاده کړه او له راغلیو کوچي مشرانو څخه یې وغوښتل تر څو په اخوت او ورورګلوی یو له بل سره ژوند وکړي. 
ښاغلي کوچي همدارنګه زیاته کړه چې ټول مسؤلین د دې ولس خادمان دي او دروازې یې ستاسې پر مخ هر وخت پرانیستې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu