په دایکندي ولایت کې د یوه ۱۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه
۲۸/۴/۱۴۴۵
د دایکندي ولایت د مرکز اړوند د غدار په سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه چې له پنځلسو کلونو را هیسې یې دوام درلود تېره ورځ د سرحدونو قومونواو قبایلو چارو د آمر حافظ محب الله سجاد او قومي مشرانو په همغږۍ حل شوه.
په یادو مراسمو کې ښاغلي سجاد د شخړې دواړه لوري سولې او یووالي ته راوبلل او د خلکو تر منځ بدي او شخړې یې د نسلونو تباهي یاده کړه.
وروسته د یاد ریاست مسؤلینو او قومي مشرانو، چې له پخوا یې د دغې قضیې په اړه پوره تحقیق او څېړنه کړې وه په اړه یې دواړه لوریو ته قانع کوونکې دلایل وړاندې کړل او ښکېل لوري یې ورورولۍ ته راوبلل. په پای کې دواړه لوریو یاده پرېکړه ومنله او د دوی تر منځ د بدۍ په حل یې خوښي څرګنده کړه.