په خوست کې د ماشوم د قتل پرسر د پېښې شوې شخړې پخلاینه وشوه

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۵۴
په خوست کې د ماشوم د قتل پرسر د پېښې شوې شخړې پخلاینه وشوه

 

سه شنبه /۴/ذولقعده/۱۴۴۷

د خوست ولایت باک ولسوالۍ اړوند په ترکیو سیمه کې هغه دوښمني چې د دوو اړخونو د جنګ په پایله کې یو ماشوم پکې په قتل رسیدلی وو، د نوموړي ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست او مخورو مشرانو په هلو ځلو حل او په دوستي بدله شوه. 

د دې دُښمني د حل لپاره یادو مسؤلینو څو ځلې له طرفینو سره لیدنې کتنې وکړې، چې د هڅو په پایله کې یې دواړه خواوې روغې جوړې ته راضې شوې. د دغې شخړې د حل پاره یو ناسته راوبلل شوه، چې په ترڅ کې یې مولوي میا محمد ولي صدیقي د یاد ریاست رئیس له ښکېلو اړخونو په مننه وکړه او د دوی دغه نېک ګام یې د ډېرې ستاینې وړ وباله. 

هغه زیاته کړه: دا زمونږ ایماني او وجداني مسؤولیت دی چې د دوو مسمانانو تر منځ روغه جوړه وکړو، ترڅو په خپله سیمه او هېواد کې دغه شان سترې بدمرغۍ له منځه یوسو. 

قومي مشرانو او د مرکې ګډونوالو د دغې شخړې پر حل خوښي څرګنده کړه او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له ستړیاوو په مننې سره یې وویل، چې دوی د یاد ریاست په ملتیا یوازې په خوست کې د ۱۰۷ شخړو او دُښمنیو د حل شاهدان دي، چې دا له ولسونو سره د اسلامي امارت د مینې او شفقت یوه ښکاره بېلګه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu