په خوست ولایت کې د مېشتو کوچيانو له قومي مشرانو او مخورو سره ناسته تر سره شوه !

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۱۹:۳۸
M

د کوچیانو چارو لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي خوست ولایت ته دخپل کاري سفر په ترڅ کې د خوست ولایت مرکز، نادرشاه کوټ ولسوالۍ او د ببرک تاڼې سیمې کوچي مشرانو، علماوو او سرخېلانو سره د کوچي قوم د ستونزو د اورېدو او هواريدو ته د لارو چارو لټولو په موخه ناسته تر سره کړه. د کوچیانو چارو عمومي رئیس د کوچیانو ستونزې او مشکلات واوریدل او له خپله اړخه یې د حل ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه چې کوچي قوم هر وخت د هر یرغلګر پر وړاندې په سپېڅلي جـهاد کې ستره ونډه درلوده او په دې سپېڅلې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي . ورپسې د کوچي قوم مشرانو ژمنه وکړه چې له شته اسلامي نظام او د ا.ا.ا څخه به په هره بیه چې وي ساتنه او پالنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

پنجشير کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پنجشير ولایت په مرکز کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه د خبرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۲
Background image

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په سوله او ورور ولۍ بدله شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۲۵ کلنه دښمني، چې د يو لړ. . .

BACK TO NEWS

User account menu