په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۳۰ کلنه شخړه حل او په سوله بدله شوه

mobta_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۷:۱۶
mobta

۱۷/۱۲/۱۴۴۴

د جوزجان ولایت آقچې ولسوالۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ یوه لویه شخړه او بدي چې له دریو لسیزو را په دېخوا یې دوام درلود نن د یوې ناستې په ترڅ کې په سوله بدله شوه. د دغې بدۍ په جریان کې له دواړو لوریو څخه ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د دغې شخړې د حل پر مهال د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم، دینې عالمانو، قومي مشرانو او د شخړې دواړو ښکېلو لوریو حضور درلود. ناستې ته د یاد ولایت د سرحدونو، ق، ق چارو رئیس ښاغلي صمیم وویل: دښمني او شخړه د حل لاره نه ده، زموږ ګران هیواد افغانستان د کلونو جګړې ډېر ځپلی موږ او تاسې ته اوس په کار ده چې تر مخالفتونو تېر شو یو بل ته د ورورګلوۍ لاس ورکړو او د هیواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړو. نوموړي زیاته کړه: دا زموږ دنده ده چې د قومونو او خلکو تر منځ مخالفتونه ختم او شخړې حل کړو تر څو مو د خپلو مشرانو لارښوونې عملي کړې وي او ملي یووالي ته رسېدلي یو. د شخړې ښکېلو لوریو د پرېکړه لیک په لاسلیک کولو سره ژمنه وکړه چې یو له بل سره به د دوستي په فضا کې ژوند کوي او په خپلو تېرو کړنو یې پښېماني وښوده. په پای کې د قومي مشرانو او علماء کرامو له لوري د یاد ریاست د کارونو ستاینه وشوه او د هیواد د ښېرازۍ په دوعا سره غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu