په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه حل شوه
۱۲\۷\۱۴۴۵
په جوزجان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همکاري د یاد ولایت د خواجه برهان او چهار پایکال کليو د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه حل شوه.
یاده شخړه چې د ترافیکي حادثې له کبله رامنځته شوې وه او یو کس پکي له سخت ژوبل کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی و، د یاد ریاست د رئیس مولوي غلام نبي صمیم په منځګړیتوب او د قومي مشرانو او دیني علماوو په هلو ځلو د دوی ترمنځ جنجال پای ته ورسېد.
ښاغلي صمیم د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې د مقتول کورني ته د صبر جمیل دعا وکړه او زیاته یې کړه چې ترافیکي حادثې تقدیرې پېښې دي.
نوموړي د عفوي فضائل بیان کړل او بښنه یې د دواړو کورنیو خیر وباله.
په دغه ترافیکي حادثه کې د وژل شوي کس کورنۍ د مشرانو د ستړیاوې وستایلې او د مقتول کورنۍ ته یې بښنه وکړه، غونډه په دُعا کولو سره پای ته ورسېده.