په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ شخړه حل شوه

khoram_admin
Sun, Jan 28 2024 10:44 AM
خبر

۱۲\۷\۱۴۴۵ 

په جوزجان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همکاري د یاد ولایت د خواجه برهان او چهار پایکال کليو د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې شخړه حل شوه.

یاده شخړه چې د ترافیکي حادثې له کبله رامنځته شوې وه او یو کس پکي له سخت ژوبل  کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی و، د یاد ریاست د رئیس مولوي غلام نبي صمیم په منځګړیتوب او د قومي مشرانو او دیني علماوو په هلو ځلو د دوی ترمنځ جنجال پای ته ورسېد. 

ښاغلي صمیم د غونډې پر مهال په خپلو خبرو کې د مقتول کورني ته د صبر جمیل دعا وکړه او زیاته یې کړه چې ترافیکي حادثې تقدیرې پېښې دي. 
نوموړي د عفوي فضائل بیان کړل او بښنه یې د دواړو کورنیو خیر وباله. 

 په دغه ترافیکي حادثه کې د وژل شوي کس کورنۍ د مشرانو د ستړیاوې وستایلې او د مقتول کورنۍ ته یې بښنه وکړه، غونډه په دُعا کولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu