په جوزجان، ميدان وردګ، باد غيس او غزني ولايتونو کې بيلا بيلې مرورې کورنۍ پخلا شوې

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۳۵
شخړې

دوشنبه ۱۲/ ۶/ ۱۴۰۳

د جوزجان ولايت په شير آباد سيمه کې د اچکزيو او عليزيو دوو خيلونو ترمنځ راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قباياو چارو د رئيس غلام نبي صميم په مشرۍ، چې د شخړو حل کميسون په شمول يې ځايي خلکو، علماوو او د ا.ا.ا منسوبينو ملتا کوله حل او دواړه طرفونه سولې ته راضي شول.

په ورته مهال د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ کې د حسن خيلو کوچيانو د دوو کورنيو ترمنځ د پيسو پر سر راپورته شوی جنجال پاي ته ورسيد. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر امين الله اخندزاده مل پلاوي سره يادې سيمې ته سفر وکړ او د قومي مشرانو په منځګړيتوب يې دواړه کورنۍ پخلا کړې.

همدا راز د بادغيس په آبکمري ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ورته جنجال حل شوی، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم په مشرۍ دغه روغه جوړه وشوه، چې دواړو لوريو يو بل ته بښنه وکړه.

بلخوا د غزني په ناهور ولسوالۍ کې هم د دوو قومونو تر منځ دښمني په دوستۍ بدله شوه، چې د څړځايونو او زراعتي ځمکې پر سر راپورته شوې وه، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي جان محمد حاجي مومن د ټاکلي هيئت په شتون کې د طرفينو اسناد وکتل ساحه يې بر رسي کړه او د يوې منصفانه پريکړې له مخې يې دواړه خواوې پخلا کړې.

د سر حدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو همکاره ولايتي رياستونو په هلوځلو د هيواد په ګوډ ګوډ کې ولسي شخړو او تاو تريخوالي ته رسيدګي کوي ترڅو ولسونه د سولې په ټغر راټول کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu