په بلخ کې یوه ۴ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۸:۴۲
شخړه

د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په قرشي ګک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴ کاله مخکې پېښه شوې شخړه د یادې ولسوالۍ د شخړو د حل کمېسیون، قومي سپین ږیرو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په همغږۍ او هڅو حل شوه. د یادې دښمنۍ د حل کولو په موخه ټاکل شوي کمیسیون او قومي مشرانو له دواړو لوریو سره جلا جلا ناستې وکړې او ښکېلي غاړې یې روغې جوړې ته چمتو کړل. د مرکې پر مهال دواړه لوریو په تېرو کړنو د پښېماني څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې له دې وروسته به له یو بل سره د وروڼو په څېر ژوند کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۲
Background image

په سمنګان ولايت کې دوې بېلابېلې شخړې حل شوې

پنج شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

په سمنګان ولايت کې د دوو کورنيو تر منځ د مهر پر سر هغه ۱۴ کلنه شخړه هواره شوه، چې د دغه کورنيو ترمنځ يې ژور خپل منځي اختلافات راپورته کړي وو. د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۹
Background image

په بادغيس ولایت کې ۱۵ کلنه شخړه حل او په بلخ کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۸

د بادغيس ولايت په جوند ولسوالۍ کې د دوو قريو تر منځ د ۱۵ کلنو هغه اوږده شخړه هواره شوه، چې پکې د وژنې ترڅنګ دواړو خواوو ته ګڼ مالي زيانونه هم رسېدلي وو.

دغې شخړې چې. . .

BACK TO NEWS