په بلخ کې پېښه شوې دوښمني پای ته ورسیده

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۹:۵۰
په بلخ کې پېښه شوې دوښمني پای ته ورسیده

چهار شنبه/۲۳/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو، ترمنځ هغه اختلاف چې څوموده مخکې را منځته شو وو، د دې ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردارمحمد محمدي ځایي مصلحینو، مخورو او قومي په منځګړیتوب حل او فصل شو.

د روغې جوړې په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردارمحمد محمدي د اسلامي امارت د نافذه اصولو او اسلامي لارښوونو په رڼا کې دواړو لورو ته د خیر، اصلاح او خپلمنځي تفاهم په اړه هر اړخیزې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د دواړو لورو څرګندونې واورېدې، د موضوع بېلابېل اړخونه یې وڅېړل او د عدالت او انصاف په مراعاتولو سره یې د هغوی ترمنځ داسې پریکړه وکړه چې د دواړو لورو حقونه پکې خوندي او د اختلاف د دایمي حل لامل شو.

په پای کې دواړه لوري  موافقې ته ورسېدل او د کورني اختلاف د پای ته رسولو پرېکړه یې منله او  ژمنه  یې وکړه، چې په راتلونکي کې به د ورته اختلافاتو د رامنځته کېدو مخه نیسي او خپلمنځي اړیکې به د سولې، تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ ساتي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۳۴
Background image

په سروبي ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

چهارشنبه/۲۳/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږي رئیس مولوي محمد آجان رهبر د یوه پلاوي په مشري د کابل د سروبي ولسوالۍ له قومي مخورو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

د یوه نیکه د لمسیانو او کورنیو ترمنځ یې خونړۍ بدي په دوستي بدله شوه 

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳ کاله وړاندې پېښه شوې بدي، نن د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې د یوې ناستې پرمهال حل شوه.

دغه بدي د یوه. . .

BACK TO NEWS

User account menu