په بلخ کې پېښه شوې دوښمني پای ته ورسیده
چهار شنبه/۲۳/ جمادی الاول ۱۴۴۸
د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو، ترمنځ هغه اختلاف چې څوموده مخکې را منځته شو وو، د دې ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردارمحمد محمدي ځایي مصلحینو، مخورو او قومي په منځګړیتوب حل او فصل شو.
د روغې جوړې په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردارمحمد محمدي د اسلامي امارت د نافذه اصولو او اسلامي لارښوونو په رڼا کې دواړو لورو ته د خیر، اصلاح او خپلمنځي تفاهم په اړه هر اړخیزې سپارښتنې وکړې.
نوموړي د دواړو لورو څرګندونې واورېدې، د موضوع بېلابېل اړخونه یې وڅېړل او د عدالت او انصاف په مراعاتولو سره یې د هغوی ترمنځ داسې پریکړه وکړه چې د دواړو لورو حقونه پکې خوندي او د اختلاف د دایمي حل لامل شو.
په پای کې دواړه لوري موافقې ته ورسېدل او د کورني اختلاف د پای ته رسولو پرېکړه یې منله او ژمنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې به د ورته اختلافاتو د رامنځته کېدو مخه نیسي او خپلمنځي اړیکې به د سولې، تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ ساتي
