په بلخ ولایت کې د میراث پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه
سه شنبه ۵/۴/۱۴۴۶
د بلخ ولايت په کشندې ولسوالۍ کې له پلار او نيکه څخه د پاتې شوې ځمکې له امله د ميراث د وېش پر سر هغه شخړه هواره شوه، چې د تېرو څو کلونو راهيسې پرې د دغه کورنۍ تر منځ جنجالونه روان وو.
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشرۍ، د شخړو د حل کمېسون، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د يوې غونډې په ترڅ کې لومړی د علماوو له لورې په عفوه، اتحاد او د ميراث د حق په مورد خبرې وشوې، چې په همدې توګه له ښکېلو خواوو تعهدونه واخيستل شول او تر منځ يې د يوې عادلانه پريکړې پر اساس فيصله وشوه، چې د يادې کورنۍ ټول غړي پرې راضي شول او شخړه يې حل او فصل شوه.
همدا رنګه د بادغيس ولايت په سنګ آتش ولسوالي کې د يوې حقوقي موضوع پر سر د دوو کورنيو ترمنځ هغه جنجال هوار شو، چې تر منځ يې لوی اختلافات زيږولي وو. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د ځايي خلکو او قومي مشرانو په همکارۍ دغه شخړه حل شوه او ښکېل اړخونه سولې ته راضي شول.
د يادو پخلا شویو دواړو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت له مسؤلينو مننه وکړه، چې په وينا يې د ولس هرې ستونزې ته پر وخت ځانونه رسوي او د حلولو په موخه يې نه ستړئ کيدونکې هلې ځلې کوي.