په بلخ ولایت کې د میراث پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
Tue, Oct 08 2024 1:56 PM
شخړه

سه شنبه ۵/۴/۱۴۴۶

د بلخ ولايت په کشندې ولسوالۍ کې له پلار او نيکه څخه د پاتې شوې ځمکې له امله د ميراث د وېش پر سر هغه شخړه هواره شوه، چې د تېرو څو کلونو راهيسې پرې د دغه کورنۍ تر منځ جنجالونه روان وو.

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشرۍ، د شخړو د حل کمېسون،  قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د يوې غونډې په ترڅ کې لومړی د علماوو له لورې په عفوه، اتحاد او د ميراث د حق په مورد خبرې وشوې، چې په همدې توګه له ښکېلو خواوو تعهدونه واخيستل شول او تر منځ يې د يوې عادلانه پريکړې پر اساس فيصله وشوه، چې د يادې کورنۍ ټول غړي پرې راضي شول او شخړه يې حل او فصل شوه.

همدا رنګه د بادغيس ولايت په سنګ آتش ولسوالي کې د يوې حقوقي موضوع پر سر د دوو کورنيو ترمنځ هغه جنجال هوار شو، چې تر منځ يې لوی اختلافات زيږولي وو. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د ځايي خلکو او قومي مشرانو په همکارۍ دغه شخړه حل شوه او ښکېل اړخونه سولې ته راضي شول.

د يادو پخلا شویو دواړو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت له مسؤلينو مننه وکړه، چې په وينا يې د ولس هرې ستونزې ته پر وخت ځانونه رسوي او د حلولو په موخه يې نه ستړئ کيدونکې هلې ځلې کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu