په بدخشان ولایت کې د اسلامي نظام ثبات د ولسونو د یووالي او انسجام ترعنوان لاندې یوه پراخه غونډه جوړه شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۱۴
بدخشان کې غونډه

شنبه ۱/۴/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د یوه پلاوي په مشرۍ په بدخشان ولایت کې یوه پراخه ولسي ناسته وکړه چې پرمهال یې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر او د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني په شمول ګڼو ولايتي مسؤلينو، ولسوالانو، قومي مشرانو او ځوانانو هم ګډون کړی وو. 
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني خبرې وکړې ويې ويل:تېرکال د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ سلګونه شخړې حل او فصل کړي دي، چې ښکيل اړخونه يې اوس د ورورۍ ژوند کوي. نوموړي له ولسونو وغوښتل، چې د جنجالونو پرځاي د نظام تر چتر لاندي په سوله او وحدت کې ژوند وکړي.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د بدخشان ولايت خلکو ته په خطاب کې وويل: دا نظام ستاسو قربانيو او تکليفونو ته ژمن نظام دی او ستاسو دهڅو او کوښښونو په برکت حاکم شوی دی مونږ مو قدر دانی کوو. نوموړي زياته کړه: متحد اوسئ د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړئ، د پردي پالو د منفي تبليغاتو ښکار نشئ اوسني مسؤلين ستاسو خادمان دي او په هر حالت کې ستاسو خدمت ته چمتو دي.

غونډې ته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې وويل: کفري هېوادونو او ورسره مل غلامانو يې د اشغال پر مهال په افغانستان کې د هر ډول غير شرعي افکارو د رواجولو لپاره فعاليتونه کول تر څو د افغانانو فکر وربدل کړي خو لله الحمد د اسلامي امارت له را تګ سره هر کفري او غير شرعي فعاليت په ټپه ودريد عاملين يې الله ج ذليله او رسوا کړل. د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر وويل: د قومونو استازولي او رهبري بايد اهل خلک وکړي که واک د نا اهلو خلکو په لاس کې شي لرې به نه وي چې له هلاکت سره مخ شي.

د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ پامير سيمې قومي مشرانو د ا.ا.ا ملاتړ خپل مسؤليت ياد کړ ويې ويل: موږ د پامير سېمې په اخير نقطه کې ژوند کوو، د الهي دين د ساتلو په خاطر مو دغلته هجرت کړی، تر څو خپل دين کلک وساتو. قومي مشرانو زياته کړه: موږ د ا.ا له راتګ مخکي له ډيرو ستونزو سره مخ وو، خو الحمدلله د ياد نظام له حاکميت سره سم د سرحداتو وزير ښاغلى نوري صيب زموږ پوښنتې ته راغی د مکتبونو، کلينکونو، مدرسو او مخابراتي شبکو  جوړېدو ته يې توجه وکړه، د خلکو پام يې را واړاوه، چې اوس له ځينو مهمو سهولتونه څخه برخمن يو او دا د دې نظام برکت دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu